سوره البقره (غویي)، آیت 124 ته آیت 141

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۱۲۴ ته آیت ۱۴۱

وَإِذِ ابْتَلَىٰ إِبْرَاهِيمَ رَبُّهُ بِكَلِمَاتٍ فَأَتَمَّهُنَّ ۖ قَالَ إِنِّي جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ إِمَامًا ۖ قَالَ وَمِنْ ذُرِّيَّتِي ۖ قَالَ لَا يَنَالُ عَهْدِي الظَّالِمِينَ 124 ١٢٤ i

او (یاد كړه) هغه وخت چې خپل رب يې ابراهیم په څو خبرو سره وازمایه، نو (ابراهیم) هغه پوره كړې۔ (الله) وویل: یقینًا زه تا د خلقو لپاره امام جوړوم، هغه وویل: او زما په اولاد كښې (هم امامان جوړكړه) (الله) وویل: زما عهد (د امامت وعده) ظالمانو (كافرانو) ته نه رسېږي (۱۲۴)

وَإِذْ جَعَلْنَا الْبَيْتَ مَثَابَةً لِلنَّاسِ وَأَمْنًا وَاتَّخِذُوا مِنْ مَقَامِ إِبْرَاهِيمَ مُصَلًّى ۖ وَعَهِدْنَا إِلَىٰ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ أَنْ طَهِّرَا بَيْتِيَ لِلطَّائِفِينَ وَالْعَاكِفِينَ وَالرُّكَّعِ السُّجُودِ 125 ١٢٥ i

او كله چې مونږه بیت الله د خلقو لپاره د جمع كېدو او د امن ځای وګرځاوه، او (مونږ وویل:) له مقامِ ابراهیم نه’’لمونځ ځای‘‘ جوړ كړئ، او مونږ ابراهیم او اسمٰعیل ته كلك حكم وكړ دا چې تاسو (دواړه) زما كور د طواف كوونكو او اعتكاف كوونكو او ركوع كوونكو، سجده كوونكو لپاره ښه پاك كړئ (۱۲۵)

وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ اجْعَلْ هَٰذَا بَلَدًا آمِنًا وَارْزُقْ أَهْلَهُ مِنَ الثَّمَرَاتِ مَنْ آمَنَ مِنْهُمْ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ۖ قَالَ وَمَنْ كَفَرَ فَأُمَتِّعُهُ قَلِيلًا ثُمَّ أَضْطَرُّهُ إِلَىٰ عَذَابِ النَّارِ ۖ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ 126 ١٢٦ i

او كله چې ابراهیم وویل: اى زما ربه! دا (ځای) امن ناكه ښار جوړ كړه، او د ده اوسېدونكوته له مېوو نه روزي وركړه، (خو) په دوى كې يواځې هغه چا ته چې په الله او په ورځ د اخرت يې ایمان راوړى وي۔ (الله) وویل: او څوك چې كافر شو، نو هغه ته به لږه فايده وركړم، بیا به هغه په زوره د اور عذاب ته بوځم او هغه د ورتلو بد ځای دى (۱۲۶)

وَإِذْ يَرْفَعُ إِبْرَاهِيمُ الْقَوَاعِدَ مِنَ الْبَيْتِ وَإِسْمَاعِيلُ رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا ۖ إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ 127 ١٢٧ i

او كله چې ابراهیم د بیت الله بنیادونه اوچتول او (ورسره) اسمٰعیل (هم) (دواړو دا دعا كوله) اى زمونږه رَبه! زمونږ نه (دا عمل) قبول كړه، ته چې يې، خاص ته، ښه اورېدونكى، ښه عالم يې (۱۲۷)

رَبَّنَا وَاجْعَلْنَا مُسْلِمَيْنِ لَكَ وَمِنْ ذُرِّيَّتِنَا أُمَّةً مُسْلِمَةً لَكَ وَأَرِنَا مَنَاسِكَنَا وَتُبْ عَلَيْنَا ۖ إِنَّكَ أَنْتَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ 128 ١٢٨ i

اى زمونږه ربه! مونږ ستا (حكم) منونكي جوړكړه او زمونږه په اولاد كې (هم) یوه ډله ستا حكم منونكې (جوړه كړه) او مونږ ته زمونږ د عبادت طریقې وښَیَه او زمونږه توبه قبوله كړه، یقینًا همدا ته ډېر ښه توبه قبلوونكى، بې حده رحم كوونكى يې (۱۲۸)

رَبَّنَا وَابْعَثْ فِيهِمْ رَسُولًا مِنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِكَ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَيُزَكِّيهِمْ ۚ إِنَّكَ أَنْتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ 129 ١٢٩ i

اى زمونږه ربه! دې (خلقو) ته له هم دوى نه یو رسول ولېږه، چې دوى ته ستا ایتونه تلاوت كوي او دوى ته كتاب (قرآن) او حكمت (سنت) ښَیي او دوى پاكوي، یقینًا، هم دا ته، ډېر غالب، ښه حكمت والا يې (۱۲۹)

وَمَنْ يَرْغَبُ عَنْ مِلَّةِ إِبْرَاهِيمَ إِلَّا مَنْ سَفِهَ نَفْسَهُ ۚ وَلَقَدِ اصْطَفَيْنَاهُ فِي الدُّنْيَا ۖ وَإِنَّهُ فِي الْآخِرَةِ لَمِنَ الصَّالِحِينَ 130 ١٣٠ i

اوڅوك دى چې د ابراهیم له ملت نه مخ اړوي، سِوا له هغه كس نه چې خپل ځان يې جاهل كړى وي او یقینًا یقینًا مونږه هغه (ابراهیم) په دنیا كې غوره كړى دى او بېشكه هغه په اخرت كې خامخا له صالحانو ځنې دى (۱۳۰)

إِذْ قَالَ لَهُ رَبُّهُ أَسْلِمْ ۖ قَالَ أَسْلَمْتُ لِرَبِّ الْعَالَمِينَ 131 ١٣١ i

كله چې هغه ته خپل رب وویل: حكم منونكى شه، هغه وویل: زه د رب العلمین لپاره حكم منونكى شوم (۱۳۱)

وَوَصَّىٰ بِهَا إِبْرَاهِيمُ بَنِيهِ وَيَعْقُوبُ يَا بَنِيَّ إِنَّ اللَّهَ اصْطَفَىٰ لَكُمُ الدِّينَ فَلَا تَمُوتُنَّ إِلَّا وَأَنْتُمْ مُسْلِمُونَ 132 ١٣٢ i

او ابراهیم خپلو زامنو ته د دې وصیت وكړ او یعقوب (هم، ويې ویل:) اى زما زامنو! بېشكه الله تاسو لپاره دا دین غوره كړى دى، نو بېخي مه مرئ مګر په داسې حال كې چې مسلمانان یئ (۱۳۲)

أَمْ كُنْتُمْ شُهَدَاءَ إِذْ حَضَرَ يَعْقُوبَ الْمَوْتُ إِذْ قَالَ لِبَنِيهِ مَا تَعْبُدُونَ مِنْ بَعْدِي قَالُوا نَعْبُدُ إِلَٰهَكَ وَإِلَٰهَ آبَائِكَ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ إِلَٰهًا وَاحِدًا وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ 133 ١٣٣ i

ایا تاسو هغه وخت موجود وئ چې یعقوب ته مرګ حاضر شو؟ كله چې هغه خپلو زامنو ته وویل: له ما نه بعد به د څه شي عبادت كوئ؟ هغوى وویل: مونږ به ستا د اِلٰه (معبود) او ستا د پلرونو ابراهیم، او اسمٰعیل او اسحٰق د اِلٰه عبادت كوو، د یو حق معبود، او مونږه (ټول) د هغه حكم منونكي یو (۱۳۳)

تِلْكَ أُمَّةٌ قَدْ خَلَتْ ۖ لَهَا مَا كَسَبَتْ وَلَكُمْ مَا كَسَبْتُمْ ۖ وَلَا تُسْأَلُونَ عَمَّا كَانُوا يَعْمَلُونَ 134 ١٣٤ i

دغه یوه ډله وه چې یقینًا تېره شوې ده، څه (عمل) چې هغوى كړى دى؛ هغه د هغوى لپاره دى او څه چې تاسو كړى دى؛ هغه تاسو لپاره دى، او له تاسو نه به د هغوى د عملونو په باره كې تپوس نه كېږي (۱۳۴)

وَقَالُوا كُونُوا هُودًا أَوْ نَصَارَىٰ تَهْتَدُوا ۗ قُلْ بَلْ مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا ۖ وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ 135 ١٣٥ i

او دوى ویل چې تاسو یهودیان شئ، یا نصرانیان، نو نېغه لار به ومومئ۔، ته (دوى ته) ووایه: (داسې نه ده) بلكې (مونږ) د ابراهیم د ملت (تابع كېږو) چې حنیف (توحید والا) و او دى له مشركانو څخه نه و (۱۳۵)

قُولُوا آمَنَّا بِاللَّهِ وَمَا أُنْزِلَ إِلَيْنَا وَمَا أُنْزِلَ إِلَىٰ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ وَالْأَسْبَاطِ وَمَا أُوتِيَ مُوسَىٰ وَعِيسَىٰ وَمَا أُوتِيَ النَّبِيُّونَ مِنْ رَبِّهِمْ لَا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِنْهُمْ وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ 136 ١٣٦ i

تاسو ووایئ: مونږ په الله ایمان راوړى دى او په هغه څه چې مونږ ته نازل كړى شوي دي، او په هغه څه چې ابراهیم او اسمٰعیل او اسحٰق او یعقوب او (د هغوى) اولادې ته نازل كړى شوي دي، او (مونږ ایمان راوړى دى) په هغه څه چې موسٰی او عیسٰی ته وركړى شوي دي، او په هغه څه چې د خپل رب له جانبه (نورو) نبیانو ته وركړى شوي دي۔ مونږ په دوى كې د هېڅ یو په مینځ كې فرق نه كوو، او مونږ خاص د هغه (الله) حكم منونكي یو (۱۳۶)

فَإِنْ آمَنُوا بِمِثْلِ مَا آمَنْتُمْ بِهِ فَقَدِ اهْتَدَوْا ۖ وَإِنْ تَوَلَّوْا فَإِنَّمَا هُمْ فِي شِقَاقٍ ۖ فَسَيَكْفِيكَهُمُ اللَّهُ ۚ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ 137 ١٣٧ i

نو كه دوى هغه شان ایمان راوړي څنګه چې تاسو په دې (كتاب) ایمان راوړى دى، نو یقینًا دوى سمه لاره وموندله او كه مخ يې وګرځاوه، نو همدا خبره ده چې دوى په سخت مخالفت كې دي، نو ژر ده چې د دوى مقابلې ته به تا لپاره الله كافي شي او هم هغه ښه اورېدونكى، ښه پوه دى (۱۳۷)

صِبْغَةَ اللَّهِ ۖ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللَّهِ صِبْغَةً ۖ وَنَحْنُ لَهُ عَابِدُونَ 138 ١٣٨ i

(مونږ) د الله رنګ (قبول كړى دى) او له الله نه په رنګ كې څوك ډېر ښه دى! او مونږ خاص د هغه عبادت كوونكي یو (۱۳۸)

قُلْ أَتُحَاجُّونَنَا فِي اللَّهِ وَهُوَ رَبُّنَا وَرَبُّكُمْ وَلَنَا أَعْمَالُنَا وَلَكُمْ أَعْمَالُكُمْ وَنَحْنُ لَهُ مُخْلِصُونَ 139 ١٣٩ i

ته (دوى ته) ووایه: ایا تاسو زمونږ سره د الله په باره كې جګړه كوئ؟ حال دا چې هغه زمونږ رب دى او ستاسو (هم) رب دى۔، زمونږ لپاره زمونږ عملونه دي او تاسو لپاره ستاسو عملونه دي اومونږ خاص د هغه لپاره اخلاص كوونكي یو (۱۳۹)

أَمْ تَقُولُونَ إِنَّ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ وَالْأَسْبَاطَ كَانُوا هُودًا أَوْ نَصَارَىٰ ۗ قُلْ أَأَنْتُمْ أَعْلَمُ أَمِ اللَّهُ ۗ وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنْ كَتَمَ شَهَادَةً عِنْدَهُ مِنَ اللَّهِ ۗ وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ 140 ١٤٠ i

ایا تاسو (دا) وایئ چې بېشكه ابراهیم او اسمٰعیل او اسحٰق او یعقوب او (د هغه) اولاده یهودیان، یا نصرانیان وو؟ ته (دوى ته) ووایه: ایا تاسو ډېر پوه یئ، یا كه الله؟ او له هغه كس نه زیات ظالم څوك دى چې هغه ګواهي پټوي چې له ده سره د الله له جانبه ده؟ او الله ستاسو له عملونو نه كله هم غافل نه دى (۱۴۰)

تِلْكَ أُمَّةٌ قَدْ خَلَتْ ۖ لَهَا مَا كَسَبَتْ وَلَكُمْ مَا كَسَبْتُمْ ۖ وَلَا تُسْأَلُونَ عَمَّا كَانُوا يَعْمَلُونَ 141 ١٤١ i

دغه یوه ډله ده چې یقینًا تېره شوې ده، څه (عمل) چې هغوى كړى دى؛ هغه د هغوى لپاره دى او څه (عمل) چې تاسو كړى دى؛ هغه تاسو لپاره دى او له تاسو نه به د هغوى د عملونو په باره كې تپوس نه كېږي (۱۴۱)

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ